
AP ۱۴۰۵ لړم ۲۹, جمعه په ۹:۰۹:۲۷
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، یو شمېر افغان ښځینه مشرانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د کتنې پر مهال “ښځو لپاره د لا زیاتو فرصتونو او ټولنه کې د معنا لرونکي ګډون” غوښتنه کړې ده. د یوناما مشرې هم ویلي، چې”ښځې نه غواړي یوازې د ملاتړ ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي د هغو پرېکړو او پالیسو په جوړولو کې فعاله ونډه ولري، چې د دوی پر ژوند” اغېزه کوي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۹, جمعه په ۷:۳۴:۵۱
د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) يوه جګپوړي مالي چارواکي ويلي چې د ايران خلاف د امريکا د پوځي عملياتو لګښت له ۴۸ ميليارد ډالرو اوښتی دی. ارتور مېلر مشرانو جرګې ته ویلي په دغه اټکلي لګښت کې د ايران د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو په بريدونو کې د امريکا پوځي اډو ته اوښتي زيانونه او همدا راز د ځینو له منځه تللو وسلو بيه شامله نه ده.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۸, پينځنۍ په ۱۴:۵۶:۴۳
د چین امریکا او روسیې ولسمشرانو له تاریخي درې اړخیزې سرمشریزې وروسته ګډ بیان کې ویلي چې درې واړه مشرانو د اټومي جګړې پر مخنیوي او د تیلو د تولید په ډېرولو هوکړه کړې ده. د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به پرېنږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي. له دې غونډو وروسته د روسیې ولسمشر وویل چې دوی په ملګرو ملتونو کې پر سمونونو او د اټومي وسلو پر نه پراخولو هم خبرې کړي دي. د چین ولسمشر خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې درې واړه مشران به د نړیوالو ننګونو پر وړاندې ګډ کار وکړي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۸, پينځنۍ په ۱۶:۰۸:۳۷
له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د “GTA 6” لوبه نن سهار د دې مشهورې ویډیويي لوبې مینهوالو ته وړاندې شوه. په افغانستان کې هم د “GTA 6” لوبه په بېلابېلو بیو وړاندې کېږي. د ځینو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د دې لوبې د آفلاین نسخې بیه ۲۴۹۹ افغانۍ، د آنلاین او آفلاین نسخې بیه ۳۴۹۹ افغانۍ او یوازې د آنلاین نسخې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. خو لا څرګنده نه ده چې افغان پلورونکو د دې لوبې د مخکیني پلور زمینه څنګه برابره کړې او ایا وړاندې شوې نسخې یې په مستقیم ډول له رسمي لارو ترلاسه کړې دي که نه.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۸, پينځنۍ په ۱۳:۱۶:۵۳
که ماشوم وپوښتې چې پر دیوال یې کرښې ولې راښکلې دي نو که هماغه شېبه یې قلم هم په لاس کې وي، درته وايي به چې ما نه دي کړي. که له ډبي یا المارۍ یې ستا له اجازې پرته خواړه پټ کړي وي او ته یې وپوښتې چې دا چا وخوړل، نو که ګریوان او لاسونه یې پر هماغو خوړو ککړ هم وي، وايي به چې ما نه؛ یا به وايي چې پېشو وخوړل او یا پیریانو یووړل. دا هغه واړه واړه دروغ دي چې نږدې ټول میندې او پلرونه یې له خپلو ماشومانو اوري. خو کارپوهان وايي چې دا وړې درغلۍ د هغوی د ذهني ودې مهمه برخه ده او په دغه رپوټ کې یې درته تشریح کوي چې څنګه:

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۸, پينځنۍ په ۱۲:۳۵:۴۸
په دې برخه کې د متخصصانو سپارښتنې وړاندې شوې دي. د خپل عاطفي ملګري خبرو ته غوږ ونیسئ: ډاکټر امرسن وویل: یوازې د دې انتظار مه کوئ، چې ستاسو د خبرو وار راورسېږي؛ هڅه وکړئ په رښتینې توګه د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسئ او احساسات یې درک او ومنئ. خپل احساسات په داسې جملو بیان کړئ، چې په “زه” پیل کېږي، او له ملامتولو ډډه وکړئ.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۸, پينځنۍ په ۶:۲۲:۰۹
د پاکستان د خلکو (پیپلز) ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر او د پاکستان کرېکټ بورډ پر مشر محسن نقوي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې: “ایا یوازې د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر دا حق لري” چې د صوبو د وېش او د نظام د بدلون په څېر پر موضوعاتو خبرې وکړي؟ بلاول بوټو له پاکستاني ټلوېزیوني چینل هم نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ده ته هم دومره حق شته چې دې بحث کې برخه واخلي، لکه هغو کسانو ته چې دا موضوع یې راپورته کړې ده.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۷, څلرنۍ په ۱۶:۳۲:۲۷
د نړیوال بانک تازه درې میاشتنی راپور د افغانستان د ۲۰۲۶ مالي کال درې سلنه اقتصادي وده اټکلوي، خو ورسره دغه اقتصادي ښهوالی محدود او نازک ګڼي. دوې د دې وړاندوېینه هم کړې، چې د افغانستان نفوس به په بې مخینې توګه ۶،۶ سلنه ډېر شي. دغه بنسټ د افغانستان د پراختیايي وضعیت په اړه وايي، د نفوس شپږ سلنه ډېروالی به د دې لامل شي، چې د سړي سر تولید کچه درېیم پرلهپسې کال هم راټیټه شي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۷, څلرنۍ په ۱۷:۲۵:۱۱
که نارینه دي او که ښځينه تر ډېره د خپل سر وېښتانو تویېدو ته اندېښمن وي او په ذهن کې یې د تویېدو په لامل پسې ګرځي. ځينې نارینه پرخپله خولۍ او ځينې ښځې پر پړوني شکمنې وي چې ښايي د وېښتانو تلو لامل به وي. خو دا شک یې ریښتیا دی او که نه؟ د شامپوګانو بدلول او د وېښتانو غوړول ریښتیا هم د وېښتانو تویېدو مخه نیولی شي او که نه؟ په دغه رپوټ کې مو متخصصان پرې غږولي دي.

AP ۱۴۰۳ وری ۲۷, دونۍ په ۱۱:۲۰:۵۹
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۷, څلرنۍ په ۱۴:۵۲:۲۵
د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ګډ سرحدي ګمرکونه به له دې وروسته ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د دې ګام هدف د سوداګرۍ اسانتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د همدې مالونو د ترانزیټ بهیر چټکول بلل شوي دي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۷, څلرنۍ په ۱۳:۱۹:۵۹
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد، چې د پنجشنبې په ورځ له خپل چینایي سیال شي جینپینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه بېساري درېاړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي. ټرمپ ویلي، په خبرو اترو کې به د ایران او اوکرایین جګړې سربېره د اټومي وسلو په تړاو د بېوسلې کولو موضوع هم وڅېړل شي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۷, څلرنۍ په ۸:۰۷:۴۱
له څو کلونو اندېښنو او پوښتنو وروسته چې ارګ ته د (افغان فلم) د ارشیف له لېږد سره راولاړې شوې وې، بيبيسي توانېدلې چې د ارګ ارشیف ته ورشي او ورته معلومه شوې چې د افغان فلم زرګونه انځوریز کسټونه د طالبانو حکومت له لوري ډیجیټلي بڼې ته اړول شوي دي.

AP ۱۴۰۵ لړم ۲۵, دونۍ په ۱۱:۲۷:۴۴
ځینې نړیوالې څېړنې ښيي، هغه مېرمنې چې په خپلو پیسو پانګونه کوي، په اوږدمهال کې د نارینه وو په پرتله لږ څه ډېره ګټه ترلاسه کوي. خو، بل راپور ښيي، چې بریتانیا کې د پانګونې په برخه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر کم دی. موږ د دغو بهیرونو تر شا شته ارقام او معلومات څېړلي دي؛ هغه معلومات چې د ښځو او نارینه وو د پانګونې په طرز او دې برخه کې د هغوی د چلند په اړه په زړه پورې توپیرونه څرګندوي.